د امریکا دفاع وزیر: زموږ پوځ به د ایران پر کلتوري سیمو برید ونه‌کړي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي د امریکا پوځ به د ایران پر کلتوري سیمو برید ونه‌کړي.

دا ګواښ مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ کړی و.

ښاغلي اسپر پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا پوځ به د ایران پر کلتوري سیمو برید وکړي کنه په ټینګار سره وویل چې پوځ به د جګړې قوانین مراعات کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په هغه کې پر کلتوري سیمو برید جنګي جنایت بلل شوی.

د کلتوري میراثونو د خوندیتوب لپاره د ۱۹۵۴ میلادي کال د هاګ کنوانسیون هم دا ډول برید جنګي جنایت بولي.

دفاع وزیر ښاغلي اسپر په پرونیو څرګندونو کې په دې اړه چې د کلتوري سیمو په نښه کول جنګي جنایت دی کنه څه ونه‌ویل.