د هلمند والي: طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی

د هلمند والي محمد یاسین

د هلمند والي محمد یاسین وايي، طالبانو په دې ولایت کې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا له همدې کبله دا وسله‌واله ډله د ماینونو په خښولو ولسي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اړوي.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دوی (طالبان) د شپې راځي، په ونو، دېوالونو او نورو ځایونو خپل بیرغونه لګوي او بیا ځي، سبا یې زموږ ځواکونه ځي او بیرغ‌یې لیرې کوي، کله خو دومره ناروا کوي چې تر خپل بیرغ لاندې ماین خښوي."

په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال په وینا دا مهال طالبان د هلمند پر باغران، دیشو، موسی کلا او خانشین ولسوالیو بشپړ کنټرول لري.

په څو نورو ولسوالیو لکه مارجه، واشیر، سنګین او کجکي کې افغان امنیتي ځواکونه یوازې د ولسوالۍ پر مرکزونو کنټرول لري.