ملګرو ملتونو له ایران او امریکا د زغم غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د زغم غوښتنه کړې.

تر دې مخکې د نړۍ نورو مشرانو هم ورته غوښتنه کړې وه.

پرون (دوشنبه) په نیویارک کې د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي اوسنی وضعیت خطرناک وباله.

هغه زیاته کړه: "زما پیغام ساده او روښانه دی، د ترینګلتیا زیاتول ودروئ، له زیات زغم کار واخلئ، ډیالوګ بېرته شروع کړئ او نړیوالې همکارۍ له سره پیل کړئ."

نوموړي زیاته کړه، عادي وګړي د کړکېچ درنه بیه پرې کوي.

په بغداد کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل کېدو د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ډېر کړی دی.

قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک قوماندان و چې د تېرې جمعې په سهار د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، نوموړی د امریکا او متحدانو پر ګټو د پراخو حملو د تنظیمولو په حال کې وو.

ایران ویلي، په مناسب وخت او ځای کې به له امریکا څخه د سلیماني د وژنې غچ واخلي.