کابل کې پخوانی جهادي قومندان آمر ستار غوربندي وژل شوی

آمر ستار غوربندي د پروان ولایت په غوربند دره کې د طالبانو پرضد له مطرحو قومندانانو له ډلې و.

پخوانی جهادي قومندان آمر ستار غوربندي وژل شوی دی.

په پروان ولایت کې مسئولې سرچینې د دې خبر په تائید سره وايي، آمر ستار غوربندي د پروان ولایت په غوربند دره کې د طالبانو پرضد له مطرحو قومندانانو له ډلې و چې تېره شپه د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې له خپلو لسو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د دې پېښې لامل نه دی څرګند شوی او دوی د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسئولیت پر غاړه نه ده اخیستی.

بل پلو په سیمه کې ولسي سرچینې وايي، له یوې اوونۍ راهیسې په غوربند دره کې د آمر ستار او بل پخواني جهادي قومندان ترمنځ نښتې روانې وې چې دواړو لوریو ته تلفات اوښتې دي.