د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټرافیکي پېښو کې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی.
د دې وزارت ویندوی ډاکتر نظام الدین جلیل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د تېر میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۲۰ زره ډېر کسان په ټرافیکي پېښو کې ژوبل شوي دي.
هغه زیاته کړه: "د ۲۰۱۹ په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره ټرافیکي پېښې شوي چې د هغو له کبله نژدې ۳۰۰ تنه مړه شوي او کابو ۲۰ زره ژوبل شوي دي."
ډاکتر جلیل وویل چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د دوهمې نیمايي د ټرافیکي پېښو د مرګ ژوبلو راپور به په راتلونکو څو ورځو کې خپور کړي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ټرافیکي پېښې په کې ډېرې کېږي.
د ټرافیکي مقرراتو نه رعایت، د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي نښو کموالی او له ټرافیکي مقرراتو سره د ګڼو موټرچلوونکو نه بلدتیا د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي سبب بلل کېږي.
د عامې روغتیا د وزارت د اټکل له مخې، په افغانستان کې د ورځې لږترلږه ۲۲ داسې ټرافیکي پېښې کېږي چې په نتیجه کې یې مرګ ژوبله پېښېږي.