د قدس ځواک مشر قاسم سلیماني سبا خاورو ته سپارل کېږي

د ایران دولتي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه په احواز او مشهد ښارونو کې د ګڼ شمېر ویرکوونکو په منځ کې د سلیماني تابوت وښود چې د ایران په بیرغ پوښل شوی و.

ټاکل شوې ده چې د ایران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني مړی سبا (دوشنبه) په خپل زېږنځای کې خاورو ته وسپارل شي.

سلیماني د جمعې په ورځ بغداد ښار ته نژدې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.

د سلیماني مړی پرون سهار له عراق څخه ایران ته یووړل شو.

د ایران دولتي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه په احواز او مشهد ښارونو کې د ګڼ شمېر ویرکوونکو په منځ کې د سلیماني تابوت وښود چې د ایران په بیرغ پوښل شوی و.

مخکې تر دې چې د نوموړي مړی ایران ته ولېږدول شي، په عراق کې هم زرګونو ویرکوونکو د درناوی مراسم ورته جوړ کړل.

په لبنان کې بیا د ایران پلوه حزب الله زرګونو غړیو لاریونونه وکړل.

د دغه ګوند مشر حسن نصرالله په یوه ټلویزیوني وینا کې خپلو پلویانو ته وویل: "امریکایانو په سیمه کې په نوې بڼه نوې جګړه پیل کړې ده."

ایران نن (دوشنبه) او سبا (سې شنبه) عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

۶۲ کلن سلیماني، چې د قدس ځواک قوماندان و، له خپل هيواده د باندې د ایران د پوځي عملیاتو مسوولیت په غاړه درلود.