الشباب تروریستي ډلې په کینیا کې پر یوې پوځي اډې، چې امریکايي پوځیانو ورڅخه کار اخیست، برید کړی دی.
په افریقا کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ پرون (یکشنبه) وویل چې د سومالیا پولې ته نږدې د لامو په ساحلي سیمه کې د کاندا هوايي اډې د خوندیتوب هڅې روانې دي.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې دې برید په اډه کې ورانۍ پېښې کړي خو د امریکايي او کینیايي ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د کینیا پوځ پرون وویل، پر دې اډې حمله په شا وتمبول شوه او د برید په نتیجه کې لګېدلی اور هم مړ شوی دی.
د کینیا د پوځ په وینا برید د هوايي اډې د الوتکو رنوې ته زیان نه دی پېښ کړی او پوځیانو د الشباب سختدریځې ډلې ۵ حمله کوونکي وژلي دي.