د ایټالیا په یوه ټرافيکي پېښه کې ۶ جرمنیان وژل شوي دي.
دا پېښه پرون (یکشنبه) په بولزانو ښار کې وشوه.
د ایټالیا د پولیسو په وینا، یوه موټرچلوونکي پر خپل موټر یو شمېر جرمن ګرځندویان ووهل چې په نتیجه کې یې ۱۷ تنه مړه او ژوبل شول مړه شول.
په ۶ تنو وژل شویو کې ۳ نجونې او ۳ هلکان دي چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي.
دغه راز ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي.
د پېښې د علت په اړه پلټنې روانې دي خو ویل کېږي چې چلوونکی نشه و.