میسي تاریخي ریکارډ جوړولو ته نږدې شوی

مشهور فوټبالر لیونل میسي

د نړۍ مشهور فوټبالر لیونل میسي تاریخي ریکارډ جوړولو ته نږدې شوی دی.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې چې د ارجنټاین دغه لوبغاړی چې تازه د فیفا له لوري د کال غوره فوټبالر نومول شوی او د 2019 میلادي کال د سرو زرو توپ يې هم ګټلی دی د ګول وهنې نړیوال ریکارډ ته نږدې شوی دي.

دغه ورځپاڼې لیکلي دي که ښاغلی میسي دولس نور ګلونه ووهي نو د ګول وهنې شمېر به يې ۷۰۰ ته ورسیږي چې په دې سره به نړیوال ریکارډ جوړ کړي.

لیونل میسي تر دې دمه په ۸۴۳ نړیوالو سیالیو کې ۶۸۸ ګولونه وهلي دي.