ایران کې لسګونه زره کسان د قاسم سليماني د درناوي لپاره راټول شوي

د سليماني مړى نن سهار وختي له عراق څخه ايران ته ولېږدول شو.

د ايران په جنوب لوېديځ ښار اهواز کې په لسګونو زره کسان د قدس ځواک د وژل شوي قوماندان قاسم سليماني د درناوي لپاره راټول شوي دي.

سليماني په ګاونډي هېواد عراق کې د موټرو په يوه کاروان کې روان و، چې تېره جمعه د امريکا په هوايي حمله کې ووژل شو.

د ايران دولتي ټلويزيون نن د درناوي د دغو مراسمو تصاوير خپاره کړل چې په کې په تورو کاليو کې ويرکوونکي شعارونه ورکوي او سليماني ته د درناوي لپاره خپلې سينې ډبوي.

د سليماني مړى نن سهار وختي له عراق څخه ايران ته ولېږدول شو.

د ايران IRIB ټلويزيون يوه ويډيو خپره کړه چې د ايران په بيرغ پوښل تابوت ښيي، په داسې حال کې چې نظامي موزيک غږول کېده تابوت له يوې الوتکې راکښته کېږي.

تهران د سليماني د وژل کېدو له کبله درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.

ويل شوي د سليماني مړى به مخکې تر دې چې راروانه سې شنبه د هغه په پلرني ټاټوبي کرمان کې خاورو ته وسپارل شي، مشهد او تهران ته يووړل شي.

٦٢ کلن سليماني د قدس ځواک د قوماندان په توګه له تهران سره له ايرانه بهر د پټو او پوځي عملياتو په اجرا کې مرسته کوله.