د فرانسې پولیسو پرون- د جنوري په څلورمه په پلازمېنه پاریس کې د لاریون کوونکو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.
دا لاریونونه د فرانسې د تقاعد په سیسټم کې د اصلاحاتو لپاره د حکومت د پلان پرضد پیل شوي.
د پاریس په ځینو ګڼ مېشتو سیمو کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي.
پولیسو په باستیل سیمه کې د لاریون کوونکو پرضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې د فرانسې د تقاعد په سیسټم کې اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کېږي خو اپوزیسیون وايي دا اصلاحات د خلکو د کار د مودې د زیاتېدو په دې معنا دي.