امریکا د شرکتونو نوملړ خپور کړی چې له بندیزونو اغېزمن کېدای شي

ارشیف

د امریکا د ماليې وزارت د هغو کسانو او شرکتونو نوملړ خپور کړی چې له ایران سره د سوداګرۍ په خاطر پر دې هیواد له بندیزونو اغېزمن کېدای شي.

دا نوملړ د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ریاست د جمعې په ورځ خپور کړ.

په همدې لړۍ کې د امریکا د ماليې وزارت د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) ته یو سند لېږلی چې له ازادي راډيو سره شریک شوی.

د دې سند له مخې به هغه سوداګر چې د چابهار له لارې له هند سره راکړه ورکړه کوي، کولای شي پیسې ولېږي خو یوازي له هغو اشخاصو، شرکتونو او دولتي چارواکو سره تجارت نشي کولای چې امریکا ورباندي بندیزونه لګولي دي.

دا اقدام له افغانستان سره د اقتصادي پرمختيا او بیا رغونې د مرستو برخه دی.

مخکې به چې کله افغان سوداګرو د چابهار له لارې له هند سره راکړه ورکړه کوله، بانکونو له دې بیرې د دوی پیسې نشوای لېږلی – رالېږلی چې پر ایران د امریکا د بندیزونو د برخې په توګه له ستونزو سره مخامخ نشي.

له بندیزونو د مشخصو اغېزمنېدونکو د فهرست له اعلان سره به له هند سره د چابهار له لارې د راکړې ورکړې په برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي.