د هند په تابعیت قانون کې د بدلون پر ضد بیا لاریونونه شوي

د دې قانون پر ضد د هند په ختيځ کې د لویديځ بنګال ایالت مشرې (اعلی وزیرې) ممتا بینرجي هم په سیليګوري سیمه کې يوه لويه مظاهره وکړه.

پرون د جمعې تر لمانځه وروسته په نوې ډيلي کې مسلمانان د ۱۷مې پېړۍ جوړ- جامع جومات شا او خوا راټول شول او د هند د تابعيت په قانون کې د بدلون پر ضد یې شعارونه ورکړل.

په زرګونو نور مظاهره چيان د پلازمېنې کوڅو ته راوتلي وو.

دوی ویل چې دغه قانون د مسلمانانو په وړاندې تبعیض دی او د هندوستان د سیکولر اساسي قانون پر خلاف دی.

‌د دې هېواد په نورو برخو کې هم ورته لاريونونه شوي دي.

په جنوبي ښار تیرووانانتاپورام کې هم زده کوونکي راوتلي وو.

د دې قانون پر ضد د هند په ختيځ کې د لویديځ بنګال ایالت مشرې (اعلی وزیرې) ممتا بینرجي هم په سیليګوري سیمه کې يوه لويه مظاهره وکړه.

په هند کې د ډیسمبر په دولسمه وروسته له هغه لاریونونه پیل شول چې پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هندوانو، سیکانو او پارسي وګړو ته د هندي تابعيت اخیستلو اجازه ورکوي.