د واورو له اورېدو سره په یو وخت د سالنګ پر لویه لار د ټېلر لرونکو موټرو تګ راتګ منع شو.
د سالنګونو د ساتنې د ادارې مسوولانو ازادي راډیو ته نن (چهارشنبه) وویل، په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واورې له اورېدو سره هممهاله شدید باد سبب شو چې دا لویه لار د ټېلر لرونکو باري موټرو پر مخ بنده کړي.
خو نور موټر لا هم په دې لاره تګ راتګ کولی شي.
د سالنګونو د ساتنې د ریاست اجرايي مدیر سمیع الله ازادي راډیو ته وویل چې د واورې اورښت به ۲۴ ساعته نور هم دوام وکړي او تر هغو چې واوره اوري، ټیلر لرونکو موټرو ته په دې لار د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.