په پولنډ کې د امریکا او جرمني سفیرانو په دې موضوع چې چا دویمه نړیواله جګړه پیل کړه، له روسیې سره د پولنډ په ناندرۍ کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د پولنډ ننګه وکړه.
د جرمني سفیر رولف نیکیل او د امریکا سفیرې جورجیټ ماس بکر پرون (سې شنبه) وویل، جرمني او شوروي اتحاد په ګډه په ۱۹۳۹ میلادي کال جګړه پیل کړه چې له کبله یې په اروپا کې لسګونه میلیونه انسانان ووژل شول.
د امریکا سفیرې لیکلي: "ګرانه ولسمشر پوتینه، د جرمني ادولف هیتلر او د شوروي اتحاد جوزیف ستالین په پټه سره جوړه وکړه چې دویمه نړیواله جګړه پیل کړي."
دې همداراز ویلي چې دا حقیقت دی او پولنډ د دې وحشتناکې جګړې قرباني و.