روحاني: د امریکا بندیزونو ایران ته ۲۰۰ میلیارده ډالره تاوان رسولی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر وایي، د امریکا بندیزونو په تېرو دوو کلونو کې ایران ته دوه سوه میلیارډ ډالره تاوان رسولی دی.

حسن روحاني دغه څرګندونې نن تهران ته نږدې د ریلګاډي د یوې پروژې د پرانېستلو په مراسمو کې وکړې.

دغه زیان ایران ته د بهرنیو عوایدو او نه پانګونې له درکه رسېدلی دی.

روحاني وویل، که هېواد یې په اقتصادي جګړه کې ښکېل نه وای، عواید به یې دوه سوه میلیارډالره زیات وو.

متحدو ایالتوو پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه تېرکال وروسته له هغې ولګول چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټومي تړونه ووت.

دغو بندیزونو تر ډېره د ایران د تېلو صادرات چې د دې هېواد د عوایدو اصلي سرچینه بلل کېږي، په نښه کړي دي.