پروان کې د نښتې له امله ۲ کسان وژل شوي

ارشیف

د پروان امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د دوه سیمه ییزو قومندانانو ترمنځ په نښته کې دوه کسان وژل شوي دي.

د دې ولایت امنیې قومندان محمد محفوظ ولیزاده دا پیښه تایید کړه او ازادي راډیو ته یې وویل چې دغه نښته نن سهار د سیاګرد ولسوالۍ د چهارده په کلي د آمر ستار او څارنوال دادالله ترمنځ رامنځته شوه.

ښاغلي ولیزاده د دغې نښتې انګیزه شخصي دښمني وبلله.

له دې مخکې هم په پروان کې د سیمه ییزو قومندانانو ترمنځ د خونړیو نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.