کندهار کې د شترمرغ د روزنې فارم جوړ شوی

کندهار کې د شترمرغ نوی جوړ شوی فارم

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په کندهار ولایت کې د شترمرغ د روزنې لومړنۍ فارم جوړ شو.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه فارم د خصوصي سکټور په پانګونې جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د شتر مرغ د روزنې یاد فارم په کندهار ولایت کې د یو ملي سوداګر له خوا جوړ شوی دی، د شتر مرغ فارمونه د تېرو دوو کلونو راهیسې دود شوی او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې موجود دي."

نوموړي وویل، چې په دې فارم کې سلګونه شتر مرغان روزل کېږي.

دی وايي د فارم خاوندانو تر دې دمه شپږ زره شترمرغان پلورلي چې تر ډېره په کندهار کابل، هرات او نورو ولایتونو کې د پلور ښه بازار لري.

له دې وړاندې د مرغانو د دغه ډول د روزنې لومړنۍ فارم په هرات ولایت کې جوړ شوی و.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د مالدارانو لپاره دغه مرغان د غواګانو او پسونو ښه بدیل ګڼل کېږي او دا ځکه چې د دوی د ساتنې او روزنې مصرف کم وي او په هر راز چاپیریال او موسم کې ساتل کېدای شي.

دغه مرغان کولای شي چې تر منفي ۳۰ سړه هوا او ان تر ۵۰ درجې ګرمۍ پورې ژوندي پاتې شي.

شترمرغان د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې روزل کېږي او د کلیوالو خلکو لپاره د عاید تر ټولو غوره سرچينه ګڼل کېږي.