روسيه: امريکا او اروپايي ټولنه دې د اټومي هوکړې شرايط مراعت کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي، د امريکا متحد ايالتونه او اروپايي ټولنه دې يا د ٢٠١٥میلادي کال د اټومي هوکړې شرايط رعايت کړي، يا دې دا هوکړه له منځه تللې وګڼي.

سرګي لاوروف دا خبرې نن په مسکو کې له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره تر کتنې وروسته وکړې.

ښاغلي ظريف وويل: "د اټومي تړون د ملاتړ لپاره اروپايي لاسليکوونکو عملي اقدامات نه دي کړي."

دغۀ اټومي تړون چې د عمل ګډ هراړخيز پلان هم بلل کېږي، له تهران څخه د اټومي فعاليتونو د محدودولو په بدل کې ځينې اقتصادي بنديزونه ليرې کړي وو.

دغه اټومي تړون د ملګرو ملتونو د پنځو دايمي غړو جمع جرمني او اروپايي ټولنې له خوا لاسليک شوى و.

خو امريکا تېر کال له دغه تړون څخه د وتلو او پر تهران د نويو بنديزونو د لګولو اعلان وکړ.

دغه بنديزونه هغه شرکتونه مجازات کولاى شي چې له ايران سره تجارت کوي.