ولسمشرۍ ماڼۍ: د سولې د ټينګښت لپاره اوربند، اساسي شرط دى

ارګ

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره اوربند، اساسي شرط دى.

ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې، چې وسله والو طالبانو وويل په افغانستان کې د اوربند د ټينګولو کوم پلان نه لري.

دغې ډلې پرون په يوه اعلاميه کې د اوربند په اړه د هر ډول موافقې خبرونه رد کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه وياند دوا خان مينه پال په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره اوربند اساسي شرط دی.

تر دې مخکې د اسوشېټېد پريس خبري اژانس تر څنګ ځينو رسنيو راپور ورکړى و، چې د طالبانو شورا له اوربند سره موافقه کړې ده.

د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د واشنګټن له هڅو سره- سره جګړه لا هم دوام لري.