امریکا په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ملېشو مرکزونه په نښه کړي

د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزیر مارک اسپر وايي، امریکايي ځواکونو په عراق او سوريه کې يې پنځه هغه هدفونه په دقيق ډول ويشتلي چې د عراق د يوې ايران پلوه ملېشه ډلې په کنټرول کې وو.

ښاغلي اسپر پرون په خپلو خبرو کې وويل: "د امريکا دفاع وزارت په عراق کې د خپل پرسونل او ګټو د دفاع لپاره د F-15 ډوله جنګي الوتکو په مرسته تهاجمي اقدامات وکړل. دا حملې پر پنځو اهدافو شوي چې په کتائب حزب الله پورې مربوط دي. دا د شيعه وو داسې ملېشه ډله ده چې ايران يې ملاتړ کوي."

دفاع وزير وايي درې اهداف د عراق په لوېديځ کې او دوه نور اهداف د سوريې په ختيځ کې ويشتل شوي چې د کتائب حزب الله ډلې د سوق او ادارې مرکزونه يا هم د وسلو زېرمې وې.

بل خوا د عراق پوځي او امنيتي سرچينې وايي، د امريکا په دغو پرونيو حملو کې لږ تر لږه ١٨ ملېشه جنګيالي وژل شوي او تر ٥٠ زيات نور ټپيان شوي دي.

د امريکا دفاع وزير دغه حملې بريالۍ بللي دي.