په افريقا کې د امريکا د متحدو ايالتونو قومانداني وايي، په يوه هوايي حمله کې په سوماليا کې د الشباب افراطي ډلې څلور غړي وژل شوي دي.
دغې قوماندانۍ پرون يکشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، په افريقا کې د امريکا قوماندانۍ د سوماليا د فدرال حکومت په همغږۍ هوايي حملې کړې دي.
په اعلاميه کې ويل شوي په دغو حملو کې په دوو سيمو کې د الشباب افراطي وسلوال په نښه شوي دي.
دا هوايي حملې وروسته له هغې کېږي چې تېره شنبه د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې په يوه بمي چاودنه کې د محصلانو په ګډون اته اويا کسان ووژل شول او ١٢٥ تنه نور ټپيان شول.
د سوماليا ولسمشر محمد عبدالله محمد دا وروستۍ حمله يو ناوړه تروريستي عمل بللى او غندلې يې ده.
د ٢٠١٧ میلادي کال د بمي حملې په څېر چې په نتيجه کې يې تر ٥٠٠ زيات کسان وژل شوي وو، د دې وروستۍ حملې مسووليت چا نه دى.
الشباب افراطي ډله چې له القاعده شبکې سره اړيکې لري، په خونړيو حملو کې ښکېله ګڼل کېږي.