د امریکا د تکزاس ایالت په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه کلیسا کې دوه کسان په ډزو وژل شوي دي.
پېښه په ځايي وخت پرون غرمه مهال د فورټ وورت په نوم سیمه کې شوې.
بي بي سي او امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې مشکوک بریدګر د کلیسا د دوو وسلوالو غړو له خوا په متقابل ډزو کې ووژل شو.
د دې برید انګیزه تر اوسه روښانه نه ده.
په سیپټمبر کې یو نوی قانون نافذ شو، هغه کسان چې د وسلو جواز لري کولی شي، له ځان سره عبادتځایونو ته وسلې یوسي.
د امریکا تکزاس ایالت په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دا ډول څو پېښو شاهد و.
د اګست په میاشت کې دغلته د والمارټ په یوه مغازه کې ډزو کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.
په هماغه میاشت کې د ډزو په یوه بله پېښه کې اوه کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان شوي وو.