هلمند کې د نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین

ارشیف

هلمند کې د نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، په دې کمپاین کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي.

د ده په خبره د دغه کمپاین په ترڅ کې دغه شان بڼوالو او بزګرانو ته د ترکیبي درملو جوړولو لارې چارې هم ښودل کېږي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلو ماتو له مخې، له ترکیبي درملو په استفادې سره د ونو مضره حشرې، د ونو پر تنو ځالګۍ او بېلابېل ناروغۍ له منځه ځي، چې په پایله کې ونې او ښاخونه ښه وده او نمو کولی شي.