د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له بالتیکه تر لیبیا پورې پر بېلابېلو مسلو ټېلفوني خبرې وکړې.
کریمیلین وویل، دا خبرې پرون (یکشنبه) د برلین په غوښتنه وشوې.
د کریملین پر اساس، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د بالټیک سمندرګي په تل کې د نارد سټریم ۲ نللیکې د پروژې نور ملاتړ پکار دی.
امریکا په وروستیو کې اعلان وکړ چې پر دې پروژې به بندیزونه ولګوي.
مېرمن میرکل او د جرمني نور چارواکي د نارد ستریم ۲ د دوو نللیکو پر ضد د امریکا له بندیزونو سره مخالف دي.
ټاکل شوې وه چې دا نللیکې د ۲۰۲۰ میلادي کال تر لومړیو پورې بشپړې شي.
د امریکا ولسمشر یوه اوونۍ پخوا پر دې پروژې بندیزونه تصویب کړل.