تر نوي لمریز کاله د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ کارونه بشپړیږي

ارشیف

د ایران د ټرانسپورټ او ښاري پراختیا مرستیال وزیر وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ لار به تر نوي لمریز کال پورې بشپړه شي.

د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، عباس خطیبي وايي، د خاف – هرات ترمنځ د ۱۳۹ کیلومټره رېلارې کار تر حمل میاشتې پورې بشپړېږي.

تر دې وړاندې ازبکستان د د اوسپنې پټلۍ په وسیله له افغانستان سره نښلول شوی دی.

افغان چارواکي په پام کې لري چې دا دوه د اوسپنۍ پټلۍ لارې له یو بل سره وصل کړي.