نیویارک کې ۵ کسان په چاقو وهل شوي

ارشیف

تیره شپه یو یهودي سازمان وویل، چې په نیویارک کې د یو یهودي مذهبي مشر کور کې د هانوکا د دیني مراسمو په محفل کې لږ تر لږه پنځه کسان په چاقو وهل شوي دي.

د ارتودکس یهودانو د اړیکو عمومي شورا وايي، د دې پېښې په اړه یې تېره شپه لس بجې د یو ټېلیفوني تماس له لارې معلومات تر لاسه کړي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د دوو کسانو وضیعت نازک ښودل شوی دی.

پېښه د نیویارک ښار په شمال کې ۵۰ کیلومټر لري د مونسي راکلنډ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.