د کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره د ۱۹ کلونو ځوانانو روزنیز کمپ پای ته ورسېد

د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله د تمریناتو پرمهال

د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې لپاره په کابل کې پیل شوی روزنیز کمپ پای ته ورسېده.

دا روزنیز کمپ لس ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ په سرپټې اکاډمۍ کې پیل شوی و.

د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې د دغه روزنیز کمپ کې اساسي موخه په ذهني توګه د افغان نولس کلونو کم عمره ځوانانو پياوړي کول و.

ټاکل شوې چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ملي لوبډله د روانې اونۍ په پاې کې د کرکټ د نړېوال جام په سیالیو کې د ګډون په موخه سویلي افریقا ته خپل سفر پیل کړي.

افغانستان به په دغو سیالیو کې د شا وخوا دوه اونیو تمریناتو او تمریناتي لوبو وروسته د جنورۍ په ۱۷مه نېټه خپله لومړۍ لوبه په (ډي) ګروپ کې د سویلې افریقا له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې او ورپسې په نورو لوبو کې د جنورۍ په ۲۲مه او ۲۴مه نېټه د متحده عربي اماراتو او کاناډا لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.