کونړ کې د کبانو فارم جوړېږي

ارشیف

په کونړ ولایت کې د کبانو یو لوی فارم جوړېږي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس انعام‌الله ساپی وايي، دغه فارم د دوونیم میلیونه کبانو د ساتنې ظرفیت لري چې په ختیځ زون کې به تر ټولو لوی فارم وي.

نوموړي وویل چې دغه فارم په لومړي سر کې د ۴۰ ټنه کبانو د تولید ظرفیت لري.

یاد فارم د کونړ په مرکز کې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لوري د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.