افغانستان بانک: ننګرهار، خوست او لغمان کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی

ننګرهار کې یو کس په افغانیو توکي رانیسي

په ننګرهار، خوست او لغمان ولایتونو کې د پاکستاني روپیو د نه کارولو کمپاین د افغانیو ارزښت لوړ کړی دی.

د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال نن ازادي وویل، چې دغه کمپاین به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه: "د دې کمپاین د عملي کولو لپاره خلکو، مدني فعالانو او ژورنالیستانو ډيره همکاري وکړه، دا سبب شوی چې اوس په ډېرو ولایتونو کې د افغانیو تقاضا زیاته شوې ده."

د افغانستان په دغو دریو ولایتونو کې ورځنی کاروبار تر ډېره په پاکستاني روپیو چلېده.

د افغان چارواکو په خبره د پاکستاني روپیو کارول نه یواځې د افغانيو ارزښت کماوه بلکې د افغانستان اقتصاد ته یې زیان رساوه.

په دغو دواړو ولایتونو کې د اسعارو د تبادلې مارکیټونو او صرافانو ته نوي افغاني بانکنوټونه ورکړل شوي څو په مټ یې پاکستانۍ روپۍ ټوله شي.