چارواکي: سمنګان کې د حکومت ۱۰ مخالف وسله وال وژل شوي

ارشیف

افغان امنیتي چارواکي وايي، د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ کې یې عملیاتو کې لس د حکومت مخالف وسله وال وژلي دي.

په شمال کې د شاهین قل اردو د شنبې په مازیګر یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات د دره صوف ولسوالۍ کوتل ریګي او دره چپچل سیمو کې شوي چې په کې لس وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دې خبرپاڼې په وینا دا عملیات د جمعې د ورځې راهېسې پیل شوي او هدف یې له طالبانو څخه د یو شمیر کلیو پاکول دي چې لا هم دوام لري.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه مشخصه تبصره نه ده کړې.