کابل کې د جمناسټیک سیالۍ پیل شوې

ارشیف

په کابل کې د جمناستیک سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسوول مجیب قاری زاده ازادي راډيو ته وویل، چې په دغو لوبو کې ۱۲۰ لوبغاړو برخه اخېستې وه.

نوموړي وویل، یاد لوبغاړي د کابل له ۲۵ جمناسټيک کلپونو څخه برخه اخېستې وه.

ویل کېږي چې د دغو لوبو په پای کې ۳۰ غوره لوبغاړي په بیلابیلو کټه ګوریو کې ور پېژندل شوي.