د آزادې مبارزې افغان لوبغاړی خپل روسي سیال پر وړاندي سیالي کوي

ارشیف

ټاکل شوې نن شپه د کابل په وخت ۸:۳۰ دقیقې د افغانستان د جوجیتسو او آزادي مبارزې مشهور لوبغاړی حسین بخش صفري د خپل روسي سیال پیټر برګ پر وړاندي ولوبیږي.

دا لوبه د روسیې مسکو ښار په ادرینالین لوبغالي کي ترسره کېږي.

افغان لوبغاړي حسین بخش صفري پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د خپل روسي سیال پر وړاندې نني لوبې لپاره پوره چمتوالی نیولی.

حسین بخش صفري تردې وړاندې هم له روسیې او اردن لوبغاړو سره لوبې کړي او بریاوې خپلې کړې دي.