عراق کې د امریکا د دفاعي برخې ملکي قراردادي وژل شوی

ارشیف

د امریکا د دفاعي برخې یو ملکي قراردادي په عراق کې ووژل شو.

د امریکا دفاع وزارت وایي، دا کس د عراق په کرکوک ښار کې د عراقي پوځیانو پر یوې اډې د توغنديو د برید پرمهال وژل شوی دی.

امریکایي چارواکي وایي، د دې برید له امله یو شمېر عراقي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د امریکایانو په وینا پر ( کې یو) پوځي اډې پرون لږ تر لږه دېرش توغندي لګېدلي دي.

دا اډه د عراقي عسکرو ده چې یو شمېر امریکایان هم ورسره یوځای دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې پر یو شمېر عراقي اډو د ایران ملاتړي ځواکونه په بریدونو تورن کړی و.

مایک پمپیو خبرداری ورکړی و که چېرته د ایران له لوري یا د ایران د ملاتړیو کسانو له خوا په عراق کې پر امریکایانو بریدونه وشي متحد ایالتونه به سخت ځواب ورکړي.