د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر نن هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د سولې خبرې به بې پایلې نه پاته کېږي.
عبدالعزیز کاملوف چې پرون یې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، یو ځل یې بیا د افغانستان د سولې له بهیر سره د خپل هیواد پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د روسیې انترفکس خبري اژانس د ښاغلي کاملوف له قوله راپور ورکړی چې وايي: "هیله لرم د افغانستان د سولې په اړه به زموږ هڅې بې پایلې نه پاته کېږي او همداراز غواړو چې هر څومره ژر وي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پیل شي."
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو موضوع د افغان حکومت له غوښتونو یوه ده چې په تکراري توګه یې ورباندې ټينګار کړی خو دې ډلې پر دې سربېره چې له امریکايي پلاوي سره یې لس ځلې خبرې کړي، له افغان حکومت سره يې د خبرو وړانديز رد کړی دی.
د افغانستان د سولې په بهیر کې د ازبکستان رول مهم ګڼل کېږي.