سرور دانش: که طالبان اوربند وکړي حکومت هم ورته تیار دی

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال محمدسرور دانش وايي، که طالبان اوربند وکړي، د افغانستان حکومت هم اوربند ته تیار دی.

ښاغلي دانش نن جمعه د ولسي جرګې د یوه پخواني غړي عبدالمطلب بېک د تلین په مراسمو کې وویل، ډاډه نه دی چې طالبانو ته به د هغوی بهرني ملاتړي اجازه ورکړي چې په افغانستان کې سوله وکړي.

تر دې وړاندې طالبانو د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت پر له بسې غوښتنو ته منفي ځواب ویلی دی.