د افغانستان امریکايي پوهنتون ښايي د مالي ستونزو له امله وتړل شي

احتمال لري د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره (یو اس اېډ) چې ددغه پوهنتون ۶۰ سلنه لګښتونه ورکوي، راتلونکی کال خپله مرسته بنده کړي.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان امریکايي پوهنتون مسئولان پر دې پلان کار کوي چې که راتلونکي ۲۰۲۰ کال کې پرې د امریکا د دولت مالي مرستې پرې شي، نو ددغه پوهنتون فعالیت ودروي.

سي ان ان د درېیو سرچینو په حواله چې پر دغه پلان کار کوي راپور ورکړی چې احتمال لري د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره (یو اس اېډ) چې ددغه پوهنتون ۶۰ سلنه لګښتونه ورکوي، راتلونکی کال خپله مرسته بنده کړي.

ددغه پوهنتون رئیس یویلي چې ددوی کلنی لګښت شاوخوا ۲۸ میلیونه ډالر کېږي او تر ډېره د یو اس اېډ له مرستو برابرېږي.

په راپور کې ویل شوي، د امریکا دولت په دې باور دی چې د افغانستان امریکايي پوهنتون مدیران او د بودجې برابروونکي هڅه وکړي د داخلي روزنیزو پروګرامونو له لارې پر ځان بسیا شي.

دغه پوهنتون د طالبانو حکومت تر سقوط پنځه کاله وروسته په ۲۰۰۶ کال کې تاسیس شو. دمګرۍ د افغانستان امریکايي پوهنتون په افغانستان کې له معتبرو اکاډمیکو مرکزونو دی چې تر ۸۰۰ ډېر ځوانان په کې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې په زده کړې بوخت دي.