شریفې د تریاکو خوړل پرېښودل اوس بړستنې ګنډي

ارشیف

پنځه دېرش کلنه شریفه چې شپږ کاله یې تریاک خوړل، وايي چې د ډېرو غمونو او کورنیو جنجالونو له امله یې نشو ته مخه کړه.

د شریفې معالجه ډاکټره فوزیه چې د هغې کور ته ورغلې وايي، شريفې د نشې کولو پر مهال له کړاونو ډک ژوند درلود، خو اوس چې روغه شوې عادي ژوند ته راګرځېدلې او بړستنې ګنډي.

شریفه د کابل په شوربازار سیمه کې د کور په وړې کوټې کې له خپلو اوو ماشومانو سره اوسېږي.

شریفه چې شپږ کاله يې تریاک خوړلي وايي چې د نشې پر مهال به شپه او ورځ پرته وه او هیڅ کار ته یې لاسونه نه وروړل.

"زموږ یوه ګاونډۍ ښځه معتاده وه، هغې چې کله زما اندېښنې ولیدې راته ویې ویل چې لږ تریاک وخوره غمونه به دې لیري شي. ترياک چې به مې وخوړل، ډوبه به پرته ومه، سترګې به مې نه خلاصېدې. ډېره یې ډنګره کړې ومه، وینه یې راوچه کړې وه، پوستکی مې بیخې وچ او تک تور ګرځېدلی و. شپه او ورځ به په دې اندېښنه کې ومه چې خدایه! زه به څه کومه؟"

شریفې له درېیو میاشتو راهیسې نشه پرې ایښې او اوس ټوله ورځ بړستنې ګنډي او له دې لارې خپلو بچيانو ته روزي ګټي.

"اوس چې جوړه شوې یمه خوشحاله یمه. بړستنې ګنډلای شمه. د خپلوانو کره تګ راتګ کومه، د میاشتې دېرش څلوېشت بړستنې ګنډمه، په دې پیسو خپلو اولادونو ته کتابونه او قلمونه اخلمه. مېړه مې رېړۍ چلوي، د کور مصارف زه په خپله پوره کومه، اوس خپل کور او اولادونه پاک ساتمه، اوس چې کله هغه پخوانی ژوند را یاد کړمه، نو پر بدن باندې مې لړزه راشي، تل دعاوې کومه چې خدایه! نوره مې له نشې څخه وساتې."

دا چې شریفه چا او څنګه درملنې ته وهڅوله؟ په دې اړه د معتادینو د درملنې د یوه نادولتي مرکز اجتماعي کارکوونکې فوزیه وردګ وايي چې د شریفې کور ته ورغلې او تر ډېرو زاريو او نصيحتونو وروسته يې درملنې ته هڅولې ده.

اغلې وردګ وویل:" زه چې کله د شریفې کور ته ورغلمه د هغې وضعیت ډېر خراب و. کور یې ډېر چټل و، ټوله ورځ به ډوبه پرته وه. موږ خبرې ورسره وکړې او درملنې ته مو وهڅوله. موږ له رواني لحاظه د هغې درملنه پیل کړه. اوس چې روغه شوې ده، د خپلو ماشومانو روزنه کوي او د مکتب مصارف یې پوره کوي. اوس یې کور پاک او بچې یې ورباندې را ټول دي، دا اوس پر ځان باور لري."

اتلس کلنه نازیلا د شریفې مشره لور او د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده. دا اوس په پاکو جامو کې ښوونځی ته ځي، دا وایی چې کله یې مور نشه کوله، نو دې به د خپلو اوو وروڼو او خویندو خدمت کاوه، خو اوس چې یې مور روغه شوې، په ډاډه زړه خپل درسونه وايي.

نازیلا وویل: "کله چې مې مور معتاده وه، ژوند مو ډېر خراب و. موږ به یې وهلو، له موږ سره یې هیڅ مینه نه کوله، کله چې به ښوونځي ته ولاړمه، ټول فکر به مې په کور کې و، درسونه راڅخه پاته ول. څو ځله ناکامه شومه، خو اوس چې مې مور جوړه شوې، موږ ډېر نازوي، شپه او ورځ کار کوي، اوس له خپلوانو سره ښې اړېکې لري، اوس چې زه مکتب ته ځمه، د کور په اړه مې زړه ډاډه وي او په ټولګي کې هم په لوړه درجه کې یمه."

شریفه هره میاشت خپلې ګنډلې بړستنې د کابل دوکاندارانو ته وروړي او خپلې پيسې ترلاسه کوي.

د غلام رباني په نوم یو عمر خوړلی دوکاندار چې د شریفې په لاسونو ګنډل شوې بړستنې خرڅوي د هغې له کاره خوښ دی.

"موږ دې ښځې ته بړستنې ورکوو، وړه بړستنه په څلوېښت او لویه بړستنه په دوه نیم سوه افغانۍ راته ګنډي. د میاشتې دېرش، څلوېښت او پنځوس دانې بړستنې راته ګنډي. که دوی د میاشتې سل دانې بړستنې وګنډي، نو ښايي پنځه ویشت زره افغانۍ وګټي او که تر دې لږ بړستنې وګنډي، نو ښايي له دوو زرو څخه نيولې بيا تر پنځو زرو افغانيو پورې ګټه ولري. موږ یې له کاره راضي یو، دا زحمت باسي او ښې بړستنې راته ګنډي."

شریفې ته ورته ډېری داسې ښځې شته چې د کورنیو او نورو ستونزو له امله نه شې کوي او کورنی نظام یې ګډوډ شوی دی. رواني ډاکټران وايي که معتادې ښځې د نشې پرېښودلو ټینګه اراده ولري او په کارونو بوختي شي، نو له یوې خوا به له نشو څخه خلاصې شي او له بلې خوا به په سمه توګه خپل اولادونه وروزي.

راپور: محمد اياز ترنک