یوه سروې ښیې چې د اوکراین نژدې نیمایي وګړي وایې چې هیواد یې پر سم لوري روان دی.
دا شمېره د تېر کال پر تله دوه برابره شوې ده.
د دې سروې پایلې د پنجشنبه په ورځ د الکو کوچیریف أیموکراتیکو ابتکاراتو بنسټ او رازومکوف مرکز لخوا خپرې شوې.
د اوکرایین ۴۴ سلنه وګړو چې پوښتنه ترې شوې وه، مثبت ځواب ویلی.
تېرکال له هرو لسو اوکراینیانو ۷ تنو فکر کاوه چې اوکرایین پر سم لوري نه ځي.
د وروستۍ سروې له مخې د اوکرایین څه باندې یو پر دوهمه برخه وګړي فکر کوي چې د دې هېواد اقتصاد به په راتلونکو دوو یا درېیو کلونو کې ښه شي.