د غزني آب بند ولسوالۍ کې ۱۸ وسله وال او د نشه يي موادو څو مرکزونه لمنځه وړل شوي

د غزني چارواکي د دې ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د نشه یې موادو د پروسس د څلورو مرکزونو له منځه وړلو او ۱۸ وسلوالو او قاچاقوړونکو د وژلو خبره کوي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري آزادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په درېیو سیمو کې عملیات وکړل.

ښاغلي نوري وویل: "د آب بند ولسوالۍ په درېیو سیمو کې چې د چرسو د پخولو یا پروسس کارخانې پکي فعالې شوي وې، د چورې، کندهاري او ناني سیمو کې عملیات وکړل. په نتیجه کې څلور د چرسو د پروسس کارخانې له منځه ولاړې او همدا راز په دې عملیاتو کې ۱۸ وسلوال مخالفین او قاچاقبران چې په سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پروړاندې مقاومت کاوه وژل شوي دي."

د ښاغلي نوري په خبره په عملیاتو کې چې د چهارشنبه په ورځ پیل شوي وو، امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.

د غزني چارواکي وایې د روان کال په ترڅ کې ورته عملیات په قره باغ او ده یک ولسوالیو کې هم شوي چې سلګونه کیلوګرامه نشه یې مواد پکي له منځه وړل شوي دي.