کابل کې امنیتي ځواکونو د تښتوونکو یوه ډله نیولې، یو سوداګر یې ژغورلی کړی

د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست ګډه اعلامیه وايي چې برمته نیوونکو د حاجی نصیراحمد د خوشي کولو لپاره چې د تېرې شنبي په ورځ یی کابل کې تښتولی وو، درې میلیونه امریکایی ډالر غوښتي وو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د تښتوونکو دغه پنځه کسیزه ډله نن د کابل په څلورمه حوزه کې نیول شوې.

حاجی نصیر احمد چې د سیم او کیبلونو لپاره د همکار په نامه د یوې کمپنۍ مشر دی، خپلی کورنۍ ته سپارل شوی دی.