بلخ کې د پوځ پر یوه مرکز د طالبانو برید کې شپږ سرتېري وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په شمالي ولایت بلخ کې د پوځ پر یوې اډې د دولت مخالفو وسله والو په برید کې لږ ترلږه ۶ سرتېري وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا لومړی موټربم برید شوی او ورپسې برید دغه پوځي مرکز ته ننوتي دي.

دفاع وزارت ویلي چې په دې برید کې درې عسکر ټپیان شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ویلي چې په اډه کې جګړې څو ساعته دوام وکړ او برید په شا تمبول شوي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی او په خاص بلخ ولسوالۍ کې یې دولتي ځواکونو ته یې د درانه تلفاتو اړولو خبره کړې ده.