هند افغانستان کې پر خپلو ډیپلوماتیکو مرکزونو د بمي برید دسیسې خبر ورکړی

د هند استخباراتي اداره وايي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد پر ډیپلوماتیکو مرکزونو د بمي حملې دسیسه جوړه شوې ده.

په دې راپورونو کې همداراز ادعا شوې چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ایس ای) په افغانستان کې له لشکر طیبه او داعش یا اسلامي دولت ډلې څخه غوښتي چې د هند پر دیپلوملاتیکو مرکزونو بمي حمله وکړي.

هند وايي یو شمېر هندیان چې د کرالا ایالت دي، په افغانستان کې د داعش په لیکو کې جنګېږي.

په وروستیو کې د ننګرهار چارواکو هم تایید کړه چې د داعش په شاوخوا ۷۰۰ تسلیم شویو غړیو کې د هند د کرالا اوسېدونکي شامل دي.

د هند استخباراتو ادعا کړې چې په افغانستان کې د هند پر ډیپلوماتیکو مرکزونو حمله په پاکستان کې تنظیم کېږي او د لاهور اوسېدونکی سیف الله یې څارنه کوي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې دا برید یا بریدونه به انتحاري وي او د هغو لپاره ۵ تنه روزل کېږي.

پاکستان تراوسه پورې د هند د استخباراتي ادارې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دا دوه هېوادونه د کشمیر پر سر سخت اختلاف لري.