سعودي عربستان وايي، امنیتي ځواکونو یې پرون چهارشنبه (ډسمبر ۲۵مه) د هېواد په ختیځ کې دوه "ترهګر" ووژل.
د سعودي عربستان دولتي تلویزیون الاخباریه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل، خو یادونه یې وکړه چې دا کسان تر تعقیب لاندې وو او په دمام ښار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.
د دمام اکثره خلک سُني مذهبه دي.