طالبانو د سولې ولسي حرکت ۲۷ غړي په فراه کې برمته کړي

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست رسنیو ته وویل چې دغه کسان له هراته فراه ته په لاره د بالابلوک ولسوالۍ کې پرون نیول شوي دي.

ښاغلي وطندوست وویل چې دا څلورم ځل دی چې طالبان د سولې ولسي حرکت غړي نیسي.

هغه وویل: "که څه هم مونږ په وار وار د طالبانو سیمو ته ورغلي یو او له هغوی سره مو خبرې کړي دي، د هغوی ټولې اندېښنې مو رفع کړي دي. خو بیا داسې پېښه کیږي."

طالبانو تراوسه په دې هکله څه ندي ویلي.

بلخوا د فراه مرستیال والي مسعود بختور آزادي راډیو ته وویل چې دوی هلی ځلی کوي چې نیول شوي کسان د سپین ږیرو او مخورو قومي مشرانو په وساطت راخوشي کړای شي.

د سولې ولسي حرکت غړو ۱۵ ورځې مخکې د افغانستان ټولو ولایتونو ته خپل سفر له هلمند څخه پیل کړ.