پاکستان د دیني ازادیو سرغړونې په اړه د امریکا وروستی اقدام غندلی

ارشیف

پاکستان دا غندي چې د امریکا د بهرنیو وزارت لخوا د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شوی چي وایي له دیني آزادیو سرغړونه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې اسلام آباد دغه یو اړخیز اقدام چې په خپله خوښه یې کړی ردوی او د شک په سترګه ورته ګوري.

پاکستان وایي د واشنګټن دغه تصمیم له واقعیتونو لرې دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او پنځه نور هیوادونه د دیني آزادیو په برخه کې داندیښنې وړ وګڼل.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي دیني آزادي په دغو هېوادونو کې په سیستماتیکه او دوامداره توګه سخته ترپښو لاندې کېږي.

پاکستان ته د هغو قوانینو له کبله ګوته نیول کېږي چې د اقلیتونو په حق کې له تبعیضه ډک ګڼل کېږي.