هره ورځ له افغاستانه پنځلس لارۍ پیاز هند ته رسېږي

اوس د یوه کیلو پيازو بیه تر ۱۴۰ هندي روپيو رسېدلې چې شاوخوا یو نیم سل افغانۍ کېږي.

هندي چارواکو ویلي چې هره ورځ له افغانستانه پنځلس لارۍ پياز هند ته رسیږي او دا به د پیازو د بیې په ټیټولو کې مرسته وکړي.

په هند کې دا څو وروستۍ میاشتې د پیازو بیې زیاتې لوړې شوي.

اوس د یوه کیلو پيازو بیه تر ۱۴۰ هندي روپيو رسېدلې چې شاوخوا یو نیم سل افغانۍ کېږي.

نیو انډین ایکسپرس او انډیا ټوډې ورځپاڼو راپور ورکړی چې وارداتي پيازو عموماً بیې لس تر پنځلسو روپیو کمې کړي.

هندي چارواکو ویلي چې سوداګر دا پياز په افغانستان کې ارزانه اخلي او دلته هم هڅه روانه ده چې چې بیې ورسره ټيټې کړای شي.

د افغانستان له پیازو ډکې لارۍ د عطاري بندر له لارې چې په پنجاب کې موقعیت لري هند ته وړل کیږي.