طالبانو کندز ښار کې پر پولیسو برید کړی

کندز ښار یوه څنډه- ارشیف

د کندز پولیس وایي چې نن سهار وسله والو طالبانو په کندز ښار کې د پولیسو په یوې ګزمې برید کړی او یو سرتیری یې ټپي کړی.

دا خبره د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وکړه.

هغه زیاته کړه: "نن سهار د دویمې امنیتي حوزې د ګزمې موټر د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شو، په نښته کې یو پولیس ټپي شوی دی، دښمن هم د همدغو عسکرو له خوا په شا وتمبول شو."

یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د موضوع د حساسیت په خاطر د نوم په نه اخیستلو سره ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.

پېښه د کندز ښار د خان اباد بندر سیمه کې شوې چې د ولایت مقام او امنیې قومندانۍ ته نږدې ده.