د سولې ولسي حرکت: فراه کې طالبانو زمونږ ۲۷ غړي برمته کړي

ارشیف

د سولې ولسي حرکت ادعا وکړه چې طالبانو د سولې د ولسي حرکت ۲۷ غړي په فرا ولایت کې برمته کړي دي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د سولې دا فعالان په شپږو موټرو کې له هرات څخه فراه ته په لاره وو، چې پرون( سه شنبه) مازیګر پنځه بجې طالبانو په سړک درولي او ځان سره یې بیولي دي.

بسم الله وطندوست وویل: "د سولې د ولسي حرکت موټریز کاروان چې ۲۷ کسان له ۶ موټرو سره دي د هرات څخه فراه ته د ولس ويښوونې د پروګرامونو لپاره روان وو، په لاره کې وسله والو طالبانو له ځان سره بیولي دي، تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه شته."

د ښاغلي وطندوست په وینا د سولې د ولسي حرکت دا غړي ۱۴ ورځې مخکې هرات ولایت ته تللي و او هلته یې سولې ته د هڅونې غونډې او پروګرامونه درلودل.

دوی غوښتل چې بادغیس او غور ولایتونو ته ولاړ شي خو سیمه کې د سختو واورو د ورېدو له کبله یې فراه مخه کړه، څو هلته د سولې لپاره د ولسي هڅوونې غونډې او پروګرامونه جوړ کړي.

تر دې وړاندې د سولې ولسي حرکت ویلي و چې د همدې کال جوزا یا غبرګولي میاشت کې طالبانو د هلمند له ګرشک ولسوالۍ د دوی څلور ملګري بیولي وو.

خپله وسله والو طالبانو د سولې د دې ۲۷ فعالانو د برمته کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.