مودي: هند تل د افغانستان د اړتیاوو او خلکو هیلو پوره کولو ملاتړ کوي

د هند صداعظم نریندرا مودي

د هند صداعظم نریندرا مودي وايي، هندوستان به تل د افغانستان د پراختیايي اړتیاوو او د افغانستان د خلکو د هیلو د پوره کولو ملاتړ وکړي.

نوموړې چې تر دې مخکې یې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلفون خبرې کړې وې، پر ټویټر د همدې خبرو په اړه د ولسمشر غني د څرګندونې په ځواب کې زیاته کړې او ویلي یې دي: "زمونږ د خلکو ترمنځ نږدې سټراټیژیکه ملګرتیا زموږ د هېوادونو په ګټه ده. “

نریندرا مودي همدارنګه ویلي، هندوستان افغانستان سره پیاوړې ملګرتیا ته ارزښت ورکوي.

هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د خپلو وروستیو ټیلېفوني خبرو په اړه ویلي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په بریالي ترسره کېدو او د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان له کبله یې ولسمشر اشرف غني او د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلې.

تر دې مخکې د سه شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره یې په بېلابېلو مسلو ټیلفوني خبرې کړي او هغه ورته په یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسلو د نږدې خبرو لپاره هند ته سفر بلنه ورکړې چې په یو مناسف فرصت کې به دا سفر وکړي.